ا.ا لۀ اسلامي هېوادونو غوښتي چې دوی پر رسمیت وپېژني

ا.ا لۀ اسلامي هېوادونو غوښتي چې دوی پر رسمیت وپېژني
سرچینې زیاته کړې چې غونډه کې د مجمع الفقه الاسلامیه نړیوالې ټولنې مشر او استازو په پکتیکا کې د وړمې شبې زلزلې قربانیانو ته دعا کړې او د نظمام د استحکام او پرمختګ په اړه یې خپلې مشورې شریکې کړې دي.
(2022 / 6 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان او بېلابېلو هېوادونو علماو له اسلامي نړۍ غواړي چې په افغانستان کې له راغلي اسلامي نظام څخه دې ملاتړ وکړي او خپلې همکارۍ او اړیکې دې ورسره لا ژورې کړي.
دغه خبره د بهرنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته په استول شوې بیان کې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې په دغه غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي وویل چې علما پر اسلامي امت باندې د الله تعالی رحمت دی او په افغانستان کې د اشغال ضد جهاد او د نوي اسلامي نظام حاکمیت د علماوو تر قیادت لاندې راغلی او رهبري کیږي.
سرچینې زیاته کړې چې غونډه کې د مجمع الفقه الاسلامیه نړیوالې ټولنې مشر او استازو په پکتیکا کې د وړمې شبې زلزلې قربانیانو ته دعا کړې او د نظمام د استحکام او پرمختګ په اړه یې خپلې مشورې شریکې کړې دي.
د سرچینې په وینا، د افغانستان علماو له یاد پلاوي غوښتنه وکړه چې د افغانستان عیني واقعیت او رښتونی انځور تر نړیوالو ورسوي.






