تایوان افغانستان کې زلزله ځپلو سره د یو میلیون ډالره مرستې ژمنه کړې ده 

0
167

د تایوان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان زلزله ځپلو ته د یو میلیون امریکايي ډالرو مرستې پرېکړه یې وروسته له دې وکړه چې د بېلابېلو شریکو هېوادونو له متخصصانو سره یې مشوره وکړه.

(2022 / 6 / 25   نېته باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د چین سیمه اییز حکومت تایوان ژمنه وکړه چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د یو میلیون ډالرو مرسته کوي.

د تایوان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان زلزله ځپلو ته د یو میلیون امریکايي ډالرو مرستې پرېکړه یې وروسته له دې وکړه چې د بېلابېلو شریکو هېوادونو له متخصصانو سره یې مشوره وکړه.

له دې جلا د تایوان د ولسمشرې وياندې کشاویر چانګ وویل چې د دغه هېواد ولسمشرې تاسي اینګ وین د افغانستان د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

Leave a reply