د میانمار مخکینۍ ولسمشره زندان ته ولېږل شوه

د میانمار مخکینۍ ولسمشره زندان ته ولېږل شوه
د میانمار پوځ په ۲۰۲۱ کې هغه له واک څخه لرې کړه او واک یې په خپل لاس کې واخیست. له هغې را وروسته پوځ د میرمن سوچي په خلاف د درغلیو، اداري فساد او قانون څخه د سرغړونو شاوخوا ۲۰ قضیې ثبتې کړې دي.
(2022 / 6 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د میانمار مشره انګ سان سوچي د دغه هېواد په مرکز کې یو زندان ته واستول شوه.
د هغې حقوقي قضیه هم له محکمې څخه په زندان کې دننه یوې حقوقي ادارې ته استول شوې. نوموړې د تېرې چهارشنبې په ورځ زندان ته استول شوې ده.
د میانمار پوځ په ۲۰۲۱ کې هغه له واک څخه لرې کړه او واک یې په خپل لاس کې واخیست. له هغې را وروسته پوځ د میرمن سوچي په خلاف د درغلیو، اداري فساد او قانون څخه د سرغړونو شاوخوا ۲۰ قضیې ثبتې کړې دي.
خو هغه دا تورونه ردوي. لویدیځو هېوادونو د هغې د پرېښودو غوښتنه کوي خو د میانمار پوځي حکومت وايي چې خپلواکه قضايي سیستم د هغې قضیه مخې ته وړي.





