افغانستان کښې د خانه جنګۍ امکان نشته: ګلبدین حکمتیار

0
78

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان یو مشهور پخوانۍ جهادي کمانډر او د افغانستان حزب اسلامی مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار ویلي دې چې په پنجشیر کښې وس هم بهرني هیوادونه سازشونه کوي.

د پایه تخت کابل نه د این این آی خبري یو بیان کښې حکمتیار ویلي دي چې د پاکستان دا ډیره ښه فیصله وه چې امریکې ته ی د اډو ورکولو نه انکار وکړو.
نوموړې وایی چې د نیټو او امریکې د افغانستان نه واپس وتلو فیصله عملی کولو باندې اولس خوشحال دۍ.
دوی اوویل چې په دنیا کښې د یوې پارټۍ حکومت وایی او هم دغه شان حکومت دې په افغانستان کښې هم جوړ شي. دعمران دا خبره چې د امریکې په جنګ کښې ننوتل ښه فیصله نه وه، او هند له هم د افغانستان جنګ نه سبق اخستل په کار دي.
نوموړي اوویل چې په پنجشیر کښې وس هم بهرنی هیوادونه سازشونه کوي او په دې کښې فرانس هیواد ککړ دي چې وس هم په پنجشیر کښې جنګ ته د هوا ورکولو کوششونه کوي

Leave a reply