د م،م د اټکل لۀ مخې شاوخوا ۲ زره کورونه د وړمې شپې زلزلې لۀ منځه وړي

د م،م د اټکل لۀ مخې شاوخوا ۲ زره کورونه د وړمې شپې زلزلې لۀ منځه وړي
هغه ويلي، د اټکل پر بنسټ يې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې تر ۲۰۰۰ پورې کورونه نړيدلي او په وينا يې چې که د هر کور د غړو شمير په اوسط ډول اته تنه وي نو د مرګ ژوبلې شمېرې به يې د خپرو شويو ارقامو په پرتله څو برابره ډيرې وي.
(2022 / 6 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګرو ملتونو ويلي، اټکل کوي چې د وړمې شپې زلزلې به په افغانستان کې ۲۰۰۰ کورونه ويجاړ کړي وي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رميز الاکبروف يوه پر ليکه خبري کنفرانس ته ويلي چې د زلزلې له کبله د مړو شويو افغانانو شمېرې ښايي تر هغې بيخي ډيرې وي چې اوس اعلانيږي.
هغه ويلي، د اټکل پر بنسټ يې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې تر ۲۰۰۰ پورې کورونه نړيدلي او په وينا يې چې که د هر کور د غړو شمير په اوسط ډول اته تنه وي نو د مرګ ژوبلې شمېرې به يې د خپرو شويو ارقامو په پرتله څو برابره ډيرې وي.
الاکبروف ويلي، ملګري ملتونه تر خاورو لاندې د ايسارو افغانانو د را ايستلو لپاره وسايل نه لري او په وينا یې چې ا.ا هم په دې برخه کې له محدوديتونو سره مخ دي. د وړمې شپې د زلزلې له کبله تر دې مهاله د ۱۰۰۰ تنو مړينه او د ۱۵۰۰ نورو ټپي کېدل تاييد شوي دي.






