د مالیې پخوانی وزیر هدایت امین ارسلا بېرته هېواد ته راستون شوی دی

0
76

د مالیې پخوانی وزیر هدایت امین ارسلا بېرته هېواد ته راستون شوی دی

وثیق زیاته کړې ده چې نوموړی په تير وخت کې د رییس جمهور مرستيال او بیا ارشد سلاکار پاتې شوی دی. نوموړي زیاته کړې ده چې له تماس کميسيون سره ګڼ شمير نورو شخصیتونو ارتباط نيولی دی او هغوی به هم ډېر ژر بېرته هېواد ته راستانه شي.

 

(2022 / 6 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د مالیې پخوانی وزیر هدایت امین ارسلا بېرته هېواد ته راستون شوی دی. له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون ویاند احمدالله وثیق ویلي چې د دغه کمیسیون په هڅو د تير نظام د ماليې وزير هدايت امين ارسلا هيواد ته راستون شوی دی.

وثیق زیاته کړې ده چې نوموړی په تير وخت کې د رییس جمهور مرستيال او بیا ارشد سلاکار پاتې شوی دی. نوموړي زیاته کړې ده چې له تماس کميسيون سره ګڼ شمير نورو شخصیتونو ارتباط نيولی دی او هغوی به هم ډېر ژر بېرته هېواد ته راستانه شي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د همدې کمیسیون د هڅو په پایله کې ګڼ شمېر پخواني چارواکي بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

Leave a reply