ټي ټي پی سره وروستې پریکړه به د آیین ترلاندې د پارلیمان په منظورۍ وشي: د قامي سلامتیا په غونډه کښې پریکړه

باغی ټي وي رپورټ
د پارليمان د قامي سلامتيا کميټۍ مهمه غونډه وزيراعظم هاوس کې شوې چې پکې وئيل شوي چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان په اړه وروستې فيصله به د آئين په رڼا کې د پارليمان په منظورۍ سره کيږي .
د قامي سلامتيا په اړه د پارليماني کميټۍ د اعلاميې له مخې په دې غونډه کې قومي، پارليماني او سياسي مشرانو ګډون کړى وو، په غونډه کې د قومي اسمبلۍ، سېنېټ غړو او پوځي مشرانو هم برخه اخيستې وه.
د بيان ترمخه په دې غونډه كښې په كورنۍ او بهرنۍ كچه د رامخې ته شويو خطرونو او اقداماتو په اړه بريفنګ وركړې شو۔د ملاقات په مهال د پاك افغان پولې په انتظامي چارو بريفنګ وركړې شو كوم كښې چې د پاكستان او افغانستان په پولو كښې مثبت کردار ادا كړې۔
د بیان له مخې د غونډې برخه والو ته د تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو په اړه هم معلومات ورکړل شول.
ګډونوالو ته خبر ورکړل شو چې له ټي ټي پي سره د افغان حکومت په مرسته خبرې اترې روانې دي او د راتلونکي لپاره به د چمتو شوي لارښود او اتفاق سره تصویب شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان به په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره خپل رغنده رول ته ادامه ورکوي، هیله ده چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي، دا هم په خبر پانړه کښې ویل شوي دي چې نړۍ د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې د پاکستان هڅې او قربانۍ منلي دي ، د پاکستان ولس هم قرباني ورکړې ده او د پاکستان فوځ د قربانیو له امله په ملک کښې امنیت راغلې دې. په بیان کښې ویل شوي دي چې نن ورځ د پاکستان په هیڅ برخه کې د منظم تروریزم جوړښت شتون نه لري.






