د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ټول افغانان پۀ وطن د آزاد او عزتمندانه ژوند حق لري
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ټول افغانان پۀ وطن د آزاد او عزتمندانه ژوند حق لري
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، امیرخان متقي په دې لیدنه کې ویلي، د خوښۍ ځای دی، چې په هېواد کې د افغانانو د خپل اختیار درلودونکی حکومت دی او هر څوک حق لري، چې ازاد او د عزت ژوند وکړي.
(2022 / 6 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هېواد ته د ځینو راستانه شویو افغان شخصیتونو سره کتلي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، امیرخان متقي په دې لیدنه کې ویلي، د خوښۍ ځای دی، چې په هېواد کې د افغانانو د خپل اختیار درلودونکی حکومت دی او هر څوک حق لري، چې ازاد او د عزت ژوند وکړي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې اوس د دې وخت دی، چې ټول افغانان د نظام او د هېواد جوړولو لپاره لاسونه سره ورکړي.
امیر خان متقي ویلي، د ا.ا مشرتابه تماس کمېسیون ته هدایت کړی، چې هېواد ته د راغوښتونکو کسانو امنیت ته پاملرنه وکړي او خپلې ژمنې ورسره عملي کړي.