ازبیکستان او افغانستان د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی

0
217

ازبیکستان او افغانستان د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی

ازبیکستان او افغانستان د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د ازبیکستان د بهرنوی چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په کابل کې له خپل افغان سیال امیرخان متقي سره کتلي دي.

 

(2022 / 6 / 20  نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ازبیکستان او افغانستان د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د ازبیکستان د بهرنوی چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په کابل کې له خپل افغان سیال امیرخان متقي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي مسایلو او ترانزیتي چارو خبرې شوې دي.

ازبیک لوري ویلي چې د افغانستان ثبات او امنیت د ټولې سیمې لپاره مهم دی او دوی هڅه کوي چې له کابل سره خپلې اړیکې لا پياوړې او ښې کړي.

ازبېک لوړپوړي ديپلومات دغه راز ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به د بشردوستانه مرستو د رسولو په برخه کې خپله همکاري هم ډېروي.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د دایمي ثبات پر اهمیت ټینګار شوی او هغه د ټولو په ګټه بلل شوی دی.

Leave a reply