د هېواد په شمال کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده

0
140

د هېواد په شمال کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده

په مزار شریف کې د ابوعلي سینا بلخي روغتون مسوولینو ویلي چې له یوې خوا کمزوری اقتصاد او له بلې خوا له صحي مسایلو د خلکو ناخبري د خوارځواکۍ د پراختیا لامل ده.

 

(2022 / 6 / 20   نېټع باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هېواد په شمال کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده. د راپورونو له مخې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې په وروستیو کې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښې ډېرې شوې دي.

په مزار شریف کې د ابوعلي سینا بلخي روغتون مسوولینو ویلي چې له یوې خوا کمزوری اقتصاد او له بلې خوا له صحي مسایلو د خلکو ناخبري د خوارځواکۍ د پراختیا لامل ده.

روغتیاپالان وایي هره ورځ شاوخوا سل په خوارځواکۍ اخته ماشومان دغه روغتون ته مراجعه کوي چې دوی ورته تر خپلې وسې امکانات برابروي.

په وروستیو کې په هېواد کې د وچکالۍ او کمزوري اقتصاد له امله په ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښې ډېرې شوې دي او روغتیايي مرکزونه یې په اړه اندېښنه ښيي.

Leave a reply