بريټانیا ویلي چې افغانستان کې د هېڅ وسلوالې ډلې ملاتړ نکوي 

0
190

بريټانیا ویلي چې افغانستان کې د هېڅ وسلوالې ډلې ملاتړ نکوي 

په کابل کې د برېټانیا د سفارت شارژدافیر په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکي دي او په خبره یې د هېڅ وسله وال حرکت ملاتړ نه کوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د برېټانیا خاوره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پلان کولو او یا نورې مرستې لپاره وکاروي.

 

(2022 / 6 / 20   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور  

برېټانیا ویلي په افغانستان کې د اوسني حکومت پر ضد د هېڅ وسله وال حرکت ملاتړ نه کوي او د تاوتریخوالي له لاري سیاسي موخو ته رسېدل غندي.

په کابل کې د برېټانیا د سفارت شارژدافیر په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکي دي او په خبره یې د هېڅ وسله وال حرکت ملاتړ نه کوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د برېټانیا خاوره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پلان کولو او یا نورې مرستې لپاره وکاروي.

برېټانیا پر نورو هېوادونو هم غږ کړی دی چې دغه ډول فعالیتونو او حرکتونو ته دې د خپلې خاورې د کارونې اجازه نه ورکوي.

برېټانیا تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې په افغانستان کې د هېڅ وسله وال حرکت ملاتړ نه کوي او په دغه هېواد کې هر ډول تاوتریخوالی او وسله والې جګړې په کلکو ټکو غندي.

Leave a reply