هند او بنګلدیش کې سېلابونو ۴۱ کسان وژلي دي
هند او بنګلدیش کې سېلابونو ۴۱ کسان وژلي دي
بل پلو هندي رسنيو خبر ورکړی چې د دغه هيواد په مغالا او اسام ايالتونو کې تالندې او سيلابونو ۱۶ تنه وژلي او نږدې دوه ميليونه نور يې بېځايه کړي دي. هندي چارواکو ويلي چې بېځايه شويو کسانو ته د مرستو رسولو لړۍ پيل شوې ده.
(2022 / 6 / 19 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
هند او بنګله ديش کې موسمي اورښتونو او سیلابونو ۴۱ تنه وژلي او په ميليونونو نور يې زيانمن کړي دي.
راپورونه وايي چې دا اورښتونه له تېرې پنجشنبې راهيسې پيل شوي چې له کبله يې راوتو سيلابونو په ځينو سيمو کې مکمل کلي لاندې کړې دي.
رسنۍ وايي چې په بنګله ديش کې د دې سيلابونو له کبله ۲۵ تنه مړه شوي او په لسګونو کليو کې يې د خلکو کورونه لاندې کړې دي.
ويل کېږي چې له سېلابونو د لاندې شويو کليو اوسيدونکي د ژغورونکو ډلو له لوري په لوړو ارتفاعاتو کې د ښوونځو او جوماتونو ودانيو ته لېږدول شوي دی.