عدالت د پي ټي ایی مشرانو ضمانتونه منظور کړي دي

0
195

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت (ATC) د لانګ مارچ په مهال بهټي ګیټ پولیس سټیشن کې د ورانکارۍ او فساد په قضیه کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د 14 مشرانو ضمانت منظور کړی دی.

د ترهګرۍ ضد عدالت د پي ټي آئي مشرانو ته د جون تر ۲۸مې پورې عبوري ضمانت ورکړی دی.

د پی ټي آیی کومو مشرانو ته چې عبوري ضمانتونه ورکړل شوي دي په هغو کې حماد اظهر، ډاکټر ياسمين راشد، ميا اسلم اقبال، ميا محمود رشيد، جمشيد اقبال چيمه، مسرت چيمه، مراد راس، عندليب عباس او نور شامل دي.

د ترهګرۍ ضد عدالت په راتلونکې اورېدنه کې د پوليس نه د مقدمې ريکارډ هم غوښتی دی.
د یادونې ده چې تیره میاشت په ۲۵ میی می د پی ټي آیی مشرانو او نورو کاروکوونکي په پایه تخت اسلام آباد کښې ګډودي پیدا کولو هڅې کړې وې او ریډزون ته هم ننوتلي وو چې د پاکستان سپریم کورټ د لارښوونې څخه ی سرغړونه هم کړې وه، سپریم کورټ لارښوونه کړې وه چې د پی ټي آیی مشران او کاروکوونکي باید ډي چوک او ریډ زون ته د ننوتلو څخه ډډه وکړي.

Leave a reply