د پاکستان د فوځ مشر جوړ کړل شوي آرمي کور سیل د پاکستان نامه خړ لسټ څخه راویستلو کښې مهم رول ولوبولو: وزیراعظم شهباز شریف

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د ايف اے ټي ايف په سپين فهرست کښې د پاکستان د واپسۍ لپاره د لارې هوارولو باندې قوم ته مبارکي ورکړې ده۔
په یوه بیان کې شهباز شریف ویلي چې پاکستان به د اکتوبر په میاشت کې د FATF ټیم د سفر وروسته له خړ لیست څخه وایستل شي.
وزيراعظم وويل هغه سول او ملټري ټيم ته چې د پاکستان نوم د خړ ليسټ څخه راویستل لپاره ی هڅې کړې نیکې پیزویینې وړاندې کوي، هغه د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو ته هم مبارکي وويله چې د کوم په مشرۍ کښې هم دې ټيم دغه مهمه لاسته راوړنه ترلاسه کړه او د پاکستان نوم ايستلو لپاره ی د عسکري مشرتابه څخه هم مننه وکړه چې د خر لسټ څخه د پاکستان لپاره لاره هواره کړه او دوی ته ی هم مبارکي ورکړه.
شهباز شريف وويل دپوځ سرلښکر لخوا جوړ کړل شوي کور سيل دپاکستان په مهمو کاميابيو کې مهم کردار ادا کړى دى.
هغه زیاته کړه چې په همدې ټیم کار او روحیې سره د اقتصاد د بیا ژوندي کولو لپاره کار روان دی چې له خړ لیست څخه د پاکستان نوم ایستل شي.
وزیراعظم اوویل چې ملت له نا امیدۍ او اقتصادي کړکېچ څخه راوباسي او د تعمیر، پرمختګ او سوکالۍ په لور به ی روان کړي.





