د ننګرهار ولایت ملکي هوايي ډګر الوتنو ته چمتو شو

0
215

د ننګرهار ولایت ملکي هوايي ډګر الوتنو ته چمتو شو

ترانسپورت او هوایي چلند وزارت څرګنده کړې: د  ننګرهار هوايي ډګر، چې په تېرو شل کلونو کې ناټو او امریکایي ځواکونو د پوځي موخو لپاره کاروه؛ اوس د ملکي الوتنو پر مخ پرانیستل شو او عملاً ترې الوتنې ترسره کيږي.

 

(2022 / 6 /  18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

له دوه لسیزو ځنډ وروسته د ننګرهار هوايي ډګر ملکي هوايي الوتنو ته چمتو شو.
ترانسپورت او هوایي چلند وزارت څرګنده کړې: د  ننګرهار هوايي ډګر، چې په تېرو شل کلونو کې ناټو او امریکایي ځواکونو د پوځي موخو لپاره کاروه؛ اوس د ملکي الوتنو پر مخ پرانیستل شو او عملاً ترې الوتنې ترسره کيږي.
سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د دغه هوایي ډګر مسلکي کاري ډلې مخابروي سيستم او د هوایي برجونو د څارلو تجهیزات ترمیم، تنظیم او بیا فعال کړل. دغه راز د هوایي ډګر ځغاستليکه، عملیاتي او ساحوي برخې پاکې، خوندي او الوتنو ته چمتو او فعاله شوې دي.
همدارنګه، د دې هوایی ډګر تاریخي ترمینل بیا په بشپړه توګه پاک، منظم او د مسافرینو د پروسس کولو لپاره چمتو شوی.
د يادونې ده، چې په دې هوايي ډګر کې اړين عمليات ترسره شوي او ټولې عملياتي ساحې او ترمينل د هوايي چلند خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو دي.

Leave a reply