ملګرو ملتونو ویلي چې افغان کډوالو سره ۳۴۰  میلیونه ډالرو ته اړتیا ده  

0
159

ملګرو ملتونو ویلي چې افغان کډوالو سره ۳۴۰  میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

دا بیان افغانستان او پاکستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د مرستیالې کیلي کلېمنټس له سفر وروسته خپور شوی دی.

 

(2022 / 6 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنري وايي، له کورنیو بېځایه شویو او راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۳۴۰ میلیون ډالره بسپنې ته اړتیا لري.

دې ادارې په یو بیان کې ویلي، چې مرستندویو هېوادونو او ټولنو تراوسه له دې پیسو څخه یوازې په سلو کې ۵۷ مرستې ورسپارلې دي.

دا بیان افغانستان او پاکستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د مرستیالې کیلي کلېمنټس له سفر وروسته خپور شوی دی.

کلېمنټس د دې سفر په ترڅ کې پرون ټینګار وکړ چې دغه سازمان به له اړو افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.

Leave a reply