بریټانیا اوکراین ته ډاډ ورکړی چې د روسیې تر ماتې به یې تر څنګ ولاړ وي

بریټانیا اوکراین ته ډاډ ورکړی چې د روسیې تر ماتې به یې تر څنګ ولاړ وي
نوموړي له اوکراین سره د وسلو د مرستې خبره هم وکړه او تر څنګ یې ټینګار کړی چې دوی به شاوخوا لس زره اوکرایني عسکر روزي. دغه عسکر به په ۱۲۰ ورځو کې روزل کېږي.
(2022 / 6 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
برېټانیا یو ځل بیا اوکراین ته د مرستې ډاډ ورکړی دی.
د اوکراین د جګړې له پیله دا دویم ځل دی چې د برېټانیا لومړی وزیر اوکراین ته سفر کوي او ددغه هېواد وګړو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، دوی د اوکرایني وګړو تر څنګ ولاړ دي او تر هغه یې ملاتړ کوي چې بریا ته ورسېږي.
نوموړي له اوکراین سره د وسلو د مرستې خبره هم وکړه او تر څنګ یې ټینګار کړی چې دوی به شاوخوا لس زره اوکرایني عسکر روزي. دغه عسکر به په ۱۲۰ ورځو کې روزل کېږي.
بلخوا ځينو اروپايي هېوادونو بیا ویلي چې له ناټو سره د اوکراین د یو ځای کېدو مسئله باید تعقیب شي او دغه هېواد رسما د ناټو غړی اعلان شي څو ورسره مرستې اسانه کړل شي.




