د بښنې نړۍوال سازمان پر ا.ا غږ کړی چې ژر تر ژره دې د نجونو ښوونځي پرانیزي 

0
211

د بښنې نړۍوال سازمان پر ا.ا غږ کړی چې ژر تر ژره دې د نجونو ښوونځي پرانیزي 

د بښنې د نړیوال سازمان په وینا، سره له دې چې ګڼ شمېر افغانانو او همدا راز نړیوالو په ځلونو له طا لبانو غوښتي چې د نجونو دا اساسي حق ورکړي، خو دوی نه یوازې ښځې له کار کولو منع کړي بلکې نجونې هم نه پرېږدي چې له شپږم ټولګي پورته زده کړې وکړي.

(2022 / 6 /  17   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طا لبانو سره په هر راز خبرو کې د نجونو د تعلیم حق د نه معاملې وړ اعلان کړي.

دا سازمان وايي، زده کړې د بشر یو اساسي حق دی او طالبان مکلف دي چې دا حق ورکړي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې له نړیوالې ټولنې غواړي له طا لب مشرانو سره په خبرو کې د نجونو د تعلیم د حق موضوع سره کرښه وګرځوي او طالبان باید بې ځنډه ټولو نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

ا.ا د تېر کال په اګست کې د نجونو ښوونځي بند کړل خو وروسته یې ژمنه وکړه چې په نوي تعلیمي کال کې به د ټولو نجونو ښوونځي پرانېزي.

Leave a reply