د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي لۀ اماراتو سره د افغانستان پۀ اړه خبرې کړي دي 

0
183

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي لۀ اماراتو سره د افغانستان پۀ اړه خبرې کړي دي 

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دوی د افغانستان پر وروستیو حالاتو، د بشري بحران پر وړاندې پر مبارزې او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې. په راپور کې راغلي، چې په دې ناسته کې د اماراتو لخوا افغانستان سره د بشري، روغتیا او یو شمېر نورو برخو کې د شویو مرستو یادونه وشوه.

 

(2022 / 6 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او د اماراتو د ولسمشر سلاکار افغانستان سره پر بشري مرستو خبرې کړې دي.

د اماراتو دولتي اژانس خبر ورکړی چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن او په ابو ظبۍ کې د اروپايي ټولنې سفیر د متحده عربي اماراتو د ولسمشر سلاکار ډاکټر انور ګرګاش سره لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دوی د افغانستان پر وروستیو حالاتو، د بشري بحران پر وړاندې پر مبارزې او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې. په راپور کې راغلي، چې په دې ناسته کې د اماراتو لخوا افغانستان سره د بشري، روغتیا او یو شمېر نورو برخو کې د شویو مرستو یادونه وشوه.

د اماراتو د ولسمشر سلاکار په افغانستان کې د ثبات او بشري مرستو په برخو کې له سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو سر یو ځای پر دوامداره هڅو ټینګار وکړ.

Leave a reply