جنوبي وزیرستان کښې د فټ بال سیالي پای ته رسیدلې

0
148

باغي ټي وي رپورټ
د جنوبي وزیرستان د ځوانانو د فټبال ټورنامنټ پای ته رسیدلې .

کمانډنټ په جنوبي وزيرستان کښي اولني راغلو لوبغاړو کښي انعامونه وويشل۔په ټورنامنټ کښي د سيمي سياسي او سماجي کارکنانو نه علاوه قومي مشرانو هم ګډون اوکړو۔د وزيرستان فټبال يوتھ ټورنامنټ د 2022م جون په 15مه نيټه ختم شو۔ دغه سیالۍ د ۲۰۲۲ کال د جون په ۴ پیل شوۍ وې .
په ټورنامنټ کښي د ټول جنوبی وزیرستان نه 18 ټیمونو برخه اخستی وه چی فائنل میچ د یونایټیډ دوسالی کلب او نیو شاهین کوټکی کلب تر مینځه ولوبول شې. د یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته، د نیو شاهین کوټکی کلب د پینالټي شوټ آوټ په مټ ټورنمنټ وګټله. په ګڼ شمیر کې ځايي خلکو دغه لوبه لیدلې چې پکې د SWD مشرانو، هیوادوالو او ځوانانو ګډون درلود.

د مرکزي دفتر SWTF مشر خاص مېلمه وو. د ځوانانو څانګې ښاغلي سمیع الله برکي (صدر یوتھ ونگ جنوبي ریجن KPK) او ښاغلي محمد اصف (د ریډ کراس انټیګریټډ ایریا KPK رییس) هم د فائنل میچ لیدو لپاره د میلمنو په توګه بلنه ورکړوه.
ج

Leave a reply