امریکا اوکراین ته د یو میلیارد ډالرو پۀ ارزښت نظامي مرسته لېږي
امریکا اوکراین ته د یو میلیارد ډالرو پۀ ارزښت نظامي مرسته لېږي
بایډن تر یادې ټلفوني مکالمې وروسته په یوه بیانیه کې ویلي وو چې اوکراین ته به د نظامي تجهیزاتو بسته کې درنې وسلې، ساحلي دفاعي وسلې او بېلابېل نور نظامي تجهیزات شامل وي.
(2022 / 6 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
یورو نیوز راپور ورکړی دی چې امریکا له اوکراین سره د بېسارې نظامي تجهیزاتو ورکړې ژمنه کړې ده او ډېر ژر به یې د اوکراین په واک کې ورکړي.
راپور کې راځي چې جوبایډن له ولادیمیر زلینسکي سره په وروستۍ تلیفوني مکالمه کې ژمنه کړې ده چې امریکا به د یو میلیارد ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات اوکراین ته ورکړي.
بایډن تر یادې ټلفوني مکالمې وروسته په یوه بیانیه کې ویلي وو چې اوکراین ته به د نظامي تجهیزاتو بسته کې درنې وسلې، ساحلي دفاعي وسلې او بېلابېل نور نظامي تجهیزات شامل وي.
بایډن دغه راز د اوکراین له خلکو سره د ۲۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت د بشري مرستو ژمنه هم کړې ده چې تر ډېره حده به د اوکراینیانو لومړني ضرورتونه حل کړي.