کورنیو چارو وزارت: تر دې وروسته هېڅوک حق نلري چې لۀ یونفورم څخه پرته تلاشي وکړي

کورنیو چارو وزارت: تر دې وروسته هېڅوک حق نلري چې لۀ یونفورم څخه پرته تلاشي وکړي
نوموړی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې په کابل کې د پولیسو لپاره د نوي یونیفورم د وېش لړۍ پیل شوې ده او ویل شوي دي چې دا لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.
(2022 / 6 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کابل امنیه قومنداني وایي چې تر دې وروسته هیڅ پولیس په شخصي جامو کې په چک پاینټ د درېدو حق نه لري.
د کابل امنیه قومندان ولي جان حمزه ویلي چې هیڅ پولیس حق نه لري چې د یونیفورم له وېشلو وروسته په چک پانیټ کې په شخصي جامو کې د پلټنې لپاره ودرېږي.
نوموړی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې په کابل کې د پولیسو لپاره د نوي یونیفورم د وېش لړۍ پیل شوې ده او ویل شوي دي چې دا لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.
خو تر اوسه پورې په کابل ښار کې لا هم پولیس د پخوا په څېر په شخصي جامو کې ولاړ وي.