فیفا د 2026 فیفا نړیوال جام لپاره کوربه ښارونه اعلان کړل

0
81

باغي ټي وي رپورټ
په متحده ایالاتو، کاناډا او مکسیکو کې د 2026 فیفا نړیوال جام به د دریو هیوادونو په 16 ښارونو کښې سیالۍ ترسره شي.

د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام سیالۍ به د امریکا په ۱۱ ښارونو، د مکسیکو په ۳ ښارونو او د کاناډا په ۲ ښارونو کې ترسره شي.

په رسنیو کښې د هغه متحده ایالاتو، مکسیکو او کاناډا د ښارونو نومونه خپاره شوي دي چرته چې به د 2026 فیفا نړیوال جام ولوبول شي.
متحده ایالات، لاس انجلس، هوسټن،نیویارک / نیو جرسي ، میامی ، اتلانتا، سیټل، سن فرانسیسکو، کنساس ښار ، دالاس ، فلاډیلفیا ، کنساس ښار
میکسیکو، مکسيکو ښار
ګوادالجارا، مونټري ، کاناډا، وینکوور او ټورنټو هغه ښارونه ده چې د فیفا نړيوال د فټ بال جام سیالۍ به ترسره شي.
دا به په 2026 کې لومړی ځل وي چې ټورنمنټ به د اوسني 32 ټیمونو پر ځای 48 ټیمونه برخه واخلي او د لومړي ځل لپاره به دا سیالۍ په دریو کوربه هیوادونو کې ترسره شي.

د یادولو وړ ده چې امریکا، کاناډا او مکسیکو د ۲۰۲۶ کال د فیفا د ۲۰۱۸ کال د نړیوال جام د کوربه توب لپاره غوره شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې امريکا په ۱۹۹۴ کال کې د نړيوال جام کوربه وو، په داسې حال کې چې مکسیکو په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۶ کلونو کې د دې سياليو کوربه توب کړې دې.
……………….

Leave a reply