ا.ا د مدني ټولنو استازو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی

ا.ا د مدني ټولنو استازو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی
د رییس الوزرا مرستیال دغه راز ویلي چې دوی له شته ستونزو خبر دي او په خبره یې د اصلاحاتو لپاره یې هڅې روانې دي او غواړي موجوده ستونزې د ټولو اړخونو په همکارۍ حل او له منځه یوسي.
(2022 / 6 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان حکومت د مدني ټولنو غړو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. د راپورونو له مخې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ۳۴ ولایتونو د مدني ټولنو له ښځینه او نارینه استازو سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د بېلو مسایلو په اړه خبرې شوې دي او ټینګار شوی چې افغان حکومت د مدني ټولنو هر ډول اصلاحي نظریات او نقدونه مني.
افغان حکومت د مدني ټولنو استازو ته ډاډ ورکړی چې تر څنګ یې ولاړ دي او ورسره همکار دي.
د رییس الوزرا مرستیال دغه راز ویلي چې دوی له شته ستونزو خبر دي او په خبره یې د اصلاحاتو لپاره یې هڅې روانې دي او غواړي موجوده ستونزې د ټولو اړخونو په همکارۍ حل او له منځه یوسي.






