د تیلو بیعې لوړولو پرته بله چاره نه وه: وزیراعظم شهباز شریف
باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې زياتوالى د آئي ايم ايف سره د معاهدې په رڼا کښې ضروري وو۔
په يو بيان کې شهباز شريف وئيلي دي چې هغه دتيلو دبيعو لوړيدو په اغيزو ښه پوهيږي خو د ائي ايم ايف سره دشوي تړون له امله دبيعو د لوړولو پرته بله چاره نه لري.
ده ووئيل د آئي اېم اېف معاهده د پي ټي آئي حكومت لاسليك كړې وه او مونږ به ډېر زر د پي ټي آئي او آئي اېم اېف سره د دې معاملې د تفصيلاتو په اړه ملت په اعتماد كښې واخلو۔
شهباز شريف وويل انشاالله مونږ به له دغه اقتصادي مشکلاتو څخه راووځو.
د یادونې ده چې بیګا اتحادي حکومت په ملک کښې د تیلو نرخونو د زیاتوالي اعلان وکړو، د نوي اعلان څخه پس د پټرولو په نرخ كښې 24.03 روپۍ في ليټر، د ډيزلو په بيعه كښې 59.16 روپۍ، د لائټ ډيزل تېلو په بيه كښې 39.16 روپۍ او د خاورو تیلو په بيعه كښې 39.49 روپۍ في ليټر زياتوالى راغلى دى
له دې زياتوالي وروسته د پټرولو نوې بيعه 233.89 روپۍ، د ډيزل 263.31 روپۍ، د خارو تیلو بیعه 211.43 روپۍ او د لائټ ډيزل تېل 207.47 روپۍ ته لوړ شوې دې.
…………………