WFP افغانستان کې د لوږې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده

WFP افغانستان کې د لوږې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم په ګڼو راپورونو کې ویلي وو، چې د افغانستان خلک له ستونزو او لوږې سره مخ دي او د نړیوالو لاسنیو ته اړتیا لري.
(2022 / 6 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا په افغانستان کې د زیاتېدونکې لوږې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان لپاره د خوړو نړیوالو پروګرام مسوولې په تازه څرګندونو کې ویلي چې په دغه هېواد کې له هرو لسو کسانو نهه کسه یې کافي خواړه نه لري.
سرچینه وایي چې په افغانستان کې وچکالي، نړیوال فشارونه، بېکاري او د اوکراین کړکېچ روان ناورین لا پراخ کړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام مسوولین وایي چې په افغانستان کې دمګړی ۱۹ میلیونه وګړي کافي خواړه نه لري او له لوږې سره مخ دي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم په ګڼو راپورونو کې ویلي وو، چې د افغانستان خلک له ستونزو او لوږې سره مخ دي او د نړیوالو لاسنیو ته اړتیا لري.






