ا.ا کابل کې د وروستیو بریدونو د عاملینو د نیولو خبر ورکړی دی 

0
177

ا.ا کابل کې د وروستیو بریدونو د عاملینو د نیولو خبر ورکړی دی 

د کابل د امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ د ټويټونو په يوه لړۍ کې ويلي چې د کابل د وروستيو چاودنو درې تنه عاملين نن د څلورمې حوزې اړوند سليم کاروان سيمه کې نيول شوي دي.

 

(2022 / 6 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا وايي، کابل کې يې د وروستيو چاودنو عاملين نيولي دي.

د کابل د امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ د ټويټونو په يوه لړۍ کې ويلي چې د کابل د وروستيو چاودنو درې تنه عاملين نن د څلورمې حوزې اړوند سليم کاروان سيمه کې نيول شوي دي.

هغه زیاته کړې چې نيول شويو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او ويلي يې دي چې د پيسو په بدل کې يې د ښار په بېلا بېلو سيمو کې چاودنې کولې.

د نيول شويو کسانو د هويت په تړاو معلومات نه دي خپاره شوي. د يادونې وړ ده چې په وروستيو کې کابل ښار کې د مقناطيسي ماينونو چاودنې ډيرې شوې چې تر ډيره پکې طالبان په نښه کيږي.

 

Leave a reply