د اوکراین ولسمشر پر لویدیځ غږ کړی چې پوځي مرستې ونۀ ځنډوي 

0
153

د اوکراین ولسمشر پر لویدیځ غږ کړی چې پوځي مرستې ونۀ ځنډوي 

په ورته مهال ټاکل شوې چې نن د امريکا د دفاع وزير لوييډ اسټين په مشرۍ د ۵۰ هيوادونو د نظامي چارواکو يوه غونډه وشي چې پکې به له اوکراين سره د نظامي مرستو ژمنې وشي.

 

(2022 / 6 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوکراین ولسمشر ولاديمير زلينسکي وايي، سرتېري يې چې د هيواد په ختيځ کې د روسي یرغل پر وړاندې جګړه کوي په داسې حال کې د لويديځو متحدينو پوځي مرستو ته شېبې شماري چې دردوونکي تلفات لري.

هغه پرون شپه په خپله وينا کې وويل چې اوکراين د توغنديو ضد پرمختللي سيسټم ته بېړنۍ اړتيا لري او متحدين يې په دې برخه کې ځنډ ته توجيه نه شي موندلی.

په ورته مهال د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ هم پر لويديځو هيوادونو غږ کړی چې د روسي يرغل پر وړاندې د مبارزې لپاره دې اوکراين ته ژر تر ژره درنې وسلې ورکړي.

سټولټنبرګ دا غوښتنه پرون په هاګ کې د ناټو د اوو اروپايي هيوادونو د مشرانو تر غونډې وروسته يوه خبري کنفرانس ته په وينا کې تکرار کړه.

په ورته مهال ټاکل شوې چې نن د امريکا د دفاع وزير لوييډ اسټين په مشرۍ د ۵۰ هيوادونو د نظامي چارواکو يوه غونډه وشي چې پکې به له اوکراين سره د نظامي مرستو ژمنې وشي.

Leave a reply