بابر افتخار د امریکا لۀ لوري د پاکستان پر ضد د دسیسو جوړول رد کړي دي
بابر افتخار د امریکا لۀ لوري د پاکستان پر ضد د دسیسو جوړول رد کړي دي
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې تر یو لړ سختو جنجالونو د پارلمان له لوري بې واکه کړای شوی دی، په تکرار سره تور لګوي چې د هغه پر ضد امریکا دسیسه جوړه کړې وه.
(2022 / 6 / 16 نېټه باغي ټلویون)
بشپړ راپور
د پاکستان پوځ یو ځل بیا د پاکستان پر ضد د دسیسو خبره په کلکه رد کړې ده او ویلي یې دي چې د پاکستان پر ضد د امریکا لخوا هیڅ ډول سازش نه دی شوی او نه په دې اړه تر اوسه کوم ثبوت تر لاسه شوی دی.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې تر یو لړ سختو جنجالونو د پارلمان له لوري بې واکه کړای شوی دی، په تکرار سره تور لګوي چې د هغه پر ضد امریکا دسیسه جوړه کړې وه.
نوموړي پرون د پاکستان پر واکمنانو توندې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې اوسني واکمنان د امریکا مزدوران دي.
د پاکستاني پوځ ویاند بابر افتخار بیا په یوه تازه مرکه کې هغه ادعاوې رد کړې دي چې ګوندې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت پر وړاندې امریکا دسیسه جوړه کړې ده.