د روس صدر پیوټن د جسم نه خارج شوې کثافت په سوټ کیس کښې ولې واپس روس ته راوړل کیږي؟

باغی ټي وي رپورټ
برتانوي ورځپاڼې په خپل راپور کې څرګنده کړې، چې د روسیې ولسمشر پوتین د بهرنیو سفرونو پر مهال د هغه په تشناب کې اچول شوي کثافات په یوه سوټ کیس کې ساتل کېږي، څو د هغه د روغتیا په اړه کومه ارزونه ونه شي.
د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر پوتین ځانګړي ساتونکي د دې خدماتو د ترسره کولو لپاره ګمارل شوي او د فدرالي ګارد خدماتو ځانګړي مرستیال دا سوټ کیس ځان سره ډیر په خیال ساتي او دا سوټ کیس بیرته روسیې ته وړل کیږي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویره لري چې د هغه د روغتیا په اړه هر ډول معلومات به د بهرنیو استخباراتي خدماتو لاس ته ور نه شي.
د برتانوي مېډيا له مخې د روس صدر پوتين په سرطان اخته شوې دې په داسې حال کښې چې روسي چارواکو د پوتين د بيمارۍ ټول راپورونه رد کړي دي.






