عمران خان د ادارو تباه کولو هڅه کوي: د پاکستان دفاع وزیر بیان
باغی ټي وي رپورټ
د دفاع وفاقي وزير خواجه اصف وئيلي دي چې عمران خان فکر کوي چې واک ته د راتګ په لاره کې خنډ پوځ دی.
د جيو نيوز پروګرام نن شاهزيب خانزاده سره کښې د خبرو په مهال خواجه اصف وويل د قامي سلامتيا کميټۍ په لمړۍ غونډه کې د امريکې سازش رد کړل شو.
خواجه اصف ویلي د عمران خان په ضد د تورونو حلقه نوره هم تنګېږي، هغه اوویل چې نه غواړو چې کوم ګوند له پوځ سره ټکر وکړي، د قامي ادارو تحفظ د هر وګړي ذمه واري ده.
خواجه اصف زیاته کړې، چې عمران خان د ادارو د تباه کولو هڅه کوي، هغه ادارې چې عمران خان تر پرون پورې ملاتړ درلود نن ی ورسره ملاتړ نشته.