پاکستان، وفاقي حکومت د تیلو بیعې نورې هم لوړې کړې
باغی ټي وي رپورټ
وفاقي حکومت د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د زياتوالي اعلان کړے دے۔
مفتاح اسماعیل ویلي چې د تیلو بیعې زیاتوالی به نن د شپې له ۱۲ بجو څخه پس نافذ شي.
ده ووئيل د پټرولو په نرخ كښې 24.03 روپۍ في ليټر، د ډيزلو په بيعه كښې 59.16 روپې، د لائټ ډيزل تېلو په بيعه كښې 39.16 روپۍ او د كروسن په بيه كښې 39.49 روپۍ في ليټر زياتوالى راغلى دى
له دې زياتوالي وروسته به د پټرول نوې بيه 233.89 روپۍ، د ډيزل 263.31 روپۍ، د پټرولو 211.43 روپۍ او د لائټ ډيزل تېل 207.47 روپۍ وي.
په دې لړ کې د خزانې وزير مفتاح اسماعيل په يوه خبري غونډه کې وويل چې په نړيوال مارکيټ کې د پټرولو بيه ١٢٠ ډالره في بيرل ده، د پټرولو په بيعه کې دا مهال ٢٤ روپۍ زیان کوو، عمران خان له اى اېم اېف سره د شوې هوکړې سرغړونه کړې ده. زمونږ لاسونه د عمران خان د تړون له امله تړل شوي دي.
مفتاح اسماعیل وویل چې عمران خان په قصدي ډول د پټرول بیې کمې کړې، په نړۍ کې د تیلو، غنمو او خوراکي تیلو بیې لوړې شوې دي.
ده ووئيل چې د پطروليم مصنوعاتو په نرخونو كښې د وروستو زياتوالي وروستو به حكومت ته په دې لړ كښې كوم زيان ونه رسېږي۔