مني لانډرنګ، مونس الهي د تحقیقاتي ادارې دفتر ته ورغلې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ق) قومي اسمبلۍ غړي چوهدري مونس الهي پخپله لاهور کې د وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) دفتر ته ورغلې دې.
په دې موقع ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل چې هغه حاضر دے، په كېس كښې په حاضرېدو كوم اعتراض نشته.
هغه اوویل چې رانا ثناءالله وايي چې د 72 كروړه روپو مقدمه ده، په دې كښې هيڅ شك نشته چې دا یو سیاسي انتقام دی.مونس الهي وويل چې زما د نيولو لپاره يې ټيمونه جوړ کړي دي، زما د معلوماتو له مخې يې زما په ضد د شوګر کميشن کېس جوړ کړی دی، رانا ثناءالله وايي چې نوټس يې لېږلی دی خو کوم نوټس مې نه دی ترلاسه کړی، زه اوس حاضر يم. زه به لاړ شم او وګورم چې قضیه څه ده.






