شهباز ګل د میرمن ډګرۍ د پلټنو امر شوې

باغی ټي وي رپورټ
د ساينس او ټيکنالوجۍ وفاقي وزير اغا حسن بلوچ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د مشر شهباز ګل د مېرمنې عائزه اسد رسول د ډګرۍ په اړه د پلټنو امر کړی دی.
د شهباز ګل د مېرمنې په اړه د ساینس او ټکنالوژۍ وزارت د کامسیټس پوهنتون راپور ترلاسه کړ چې له مخې یې د شهباز ګل مېرمن په ۲۰۱۱ کال کې د سکالرشیپ ترلاندې د پی ایچ ډي لپاره امریکا ته تللې وه.
په راپور کې راغلي چې د سکالرشیپ پروژه تر ۲۰۱۴ کال پورې د ساینس وزارت له خوا تمویل کېده خو تر ۲۰۱۴ کال وروسته دا پروژه HEC ته وسپارل شوه.
د رپورټ وروستو د سائنس او ټيکنالوجۍ وفاقي وزير د پلټنو امر ورکړے او وئيلي ئې دي چې پيسې به واپس اخستلې شي او د غريبو ماشومانو په تعليم به لګولې شي۔
ياده دې وي چې د ساينس او ټيکنالوجۍ وفاقي وزير آغا حسن بلوچ د کامکاسټ يونيورسټۍ پروريکټر هم دے.ياده دې وي چې د شهباز ګل ميرمن د کامسیټس پوهنتون څه د پاسه يو کروړه روپۍ بقايا ده.
د وفاقي وزير په هداياتو يوه كمېټۍ هم جوړه كړې شوې او د وزارت په چارواكو مشتمله كمېټۍ به د شهباز ګل مېرمنې د سکالرشپ مسلې پلټنه كوي۔





