خیبر پښتونخوا کښې د پولیو دوه نوي کیسونه مخې ته راغلي
باغی ټي وي رپورټ
خېبرپښتونخوا کښې د پوليو دوه نور کيسونه رامخې ته شوي دي
د ايمرجنسي اپريشن سنټر ترمخه د پولیو دا دوه مثبت کیسونه د ضم قبایلي ضعلعې شمالي وزيرستان کښي رامخي ته شوي دي چي ورسره روان کال صوبه کښي د پوليو متاثره ماشومانو شميره لس ته رسيدلي ده۔
د ايمرجنسي اپريشن سنټر د معلوماتو له مخې په پوليو اخته ټول ماشومان د شمالي وزيرستان دي.
په رسنیو کښې د چاپ یو راپور مطابق په پاکستان کې په روان کال کې د پولیو په دوهمه پیښه کې یوه دوه کلنه ماشومه د پولیو ویروس څخه متاثره شوې ده. ماشومه کښې د اپریل په 14 نیټه د پولیو وایرس تشخیص شو.