پاکستان کښې امنیتي شرکت پرانستل، د چین غوښتنه رد شوې

0
78

باغی ټي وي رپورټ
د کورنیو چارو وزارت په هېواد کې د چینايي امنیتي کمپنۍ د جوړېدو غوښتنه رد کړه.

دسرچينو له مخې چين په پاکستان کې دامنيتي کمپنۍ دجوړولو غوښتنه کړې وه په داسې حال کې چې چين دغه غوښتنه دپاکستان دامنيتي چارو دوزارت له لارې دپاکستان حکومت ته ليږلې وه.

سرچينې زياته کړې، چې د کورنيو چارو وزارت د چين د حکومت په غوښتنه اعتراض کړى دى. سرچينې زياته کړې، چې نور هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکول کېږي، چې په پاکستان کې امنيتي کمپنۍ پرانيزي.

Leave a reply