پاکستان کښې د کاغذ بیعه دوه چنده شوې ده

0
85

باغی ټي وي رپورټ
په ټول هېواد کې د کاغذ بیعې دوه چنده شوې او د درسي کتابونو د چاپ چارې هم د ځنډ ښکار شوي دی.

په هېواد کې وارد شوي کاغذونه کم شول او د درسي کتابونو بحران لاپسې زیات شو. د سل روپو في کيلو کاغذ خرڅولو قيمت 300 روپو ته رسيدلے دے۔

د جیو راپور مطابق نوی ښوونیز کال را رسېدلی او درسي کتابونه به کله لاس ته راځي، دا معلومه نه ده چې له امله ی والدین او زده کونکي اندیښمن دي.

په دولتي ښوونځیو کې وړیا درسي کتابونه نه دي ورکړل شوي، په داسې حال کې چې خصوصي ښوونځیو کشې هم درسي کتابونه زده کوونکو ته نه دي برابر شوي چې هغوی ی په خپلو پیسو واخلي.
بل اړخ ته جیو نیوز دا مسله پورته کولو سره وزیراعظم شهباز شریف د پنجاب ټیکسټ بک بورډ د کتابونو په خپرولو کې د ځنډ نوټس اخیستی دی.

وزيراعظم د تعليم وزير رانا نوير حسېن ته د سمدستي اقدام كولو او رپورټ وړاندې كولو هدايت وكړو او وې ويل چې د والدينو او زده كوونكو ستونزې دې په سمدستي توګه حل كړې شي او د مسئلې ذمه وار كسان دې په ګوته كړې شي۔

Leave a reply