پخواني وزیراعظم عمران خان په حکومت تورونه لګولي دي

0
87

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې پنجاب کښې اوس حکومت نه ښکار او هر اړخ ته د تورنو کسانو مافيا په نظر راځي.

ده ووئيل چې د وزيراعظم فاسد زوی په پنجاب كښې د جعلي ټاكنو په وجه اقتدار ته رسېدلې دې۔
عمران خان اوویل چې په هیواد کښې خلک له ستونزو سره مخ دي، د بزګرانو فصلونه هم له خطر سره مخامخ دي.

عمران خان وويل چې د لانګ مارچ په مهال ی چې د خلقو سمندر وليدلو نو په خپې رپیدل ی پیل شول. هغه اوویل چې په دوه مياشتو کې يې قيمتونه نه دي زيات کړي چې دا ګراني مونږ په درې نيمو کالو کښې نه وه راوستلې.
هغه اوویل چې
بجلي، پټرول غائب دى، روپۍ هم ښکته راروانه . خان اوویل چې غلو زموږ د حکومت د نسکورولو لپاره سازش کړې ووه.
پخواني وزيراعظم وويل دبجلۍ يونټ بيعه به نوره هم لویږي. هغه اوویل چې د شفافو انتخاباتو ته اړتيا ده، اليکشن کميشن شفاف انتخابات نۀ شي کولى.
عمران خان اوویل چې د شهباز شريف ټول پرمختګ صرف په اعلانونو کښې شتون لري او په حقیق کښې هیڅ پرمختګ نه شدې شوې.
هغه ادعا وکړه چې پاکستان په دوه کلونو کې هغه پرمختګ ترلاسه کړې وو چې په 30 کلونو کې نه و ترلاسه شوی، د ټېکس راټولول ريکارډ مو قایم کړې وو هغه اوویل چې په هیواد کښې ریکارډ فصلونه شوي اوو او هېواد په تېزۍ روان وو.
عمران خان اوویل چې زمونږ برآمدات 10 فيصده زیات شوي وو او د پیسو ترسیلات شرح هم کمه شوې ده. عمران خان وویل چې پاکستان د سریلانکا په لاره روان دی. پخواني وزيراعظم زياته کړه چې وفاقي تحقيقاتي اداره (اېف آئي اے) د شهباز شريف او د هغه د زامنو د کرپشن تحقيقات کوي، خبريالانو ته ګواښونه کيږي، ميډيا هاؤسز ته ګواښونه کيږي، هغه اوویل چې زما په ضد 8 ايف آئي آر درج شوي دي.

Leave a reply