د پنجاب صوبې بجټ غونډه نن وشوه ، بودیجه منظوره شوه

0
102

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب د خزانې وزير اويس لغاري د كال 23-2022 لپاره صوبايي بجټ وړاندې كړو چې حجم يې ۳۲ کرب او ۲۶ ارب روپۍ وو.

اویس لغاري اعلان وکړ چې د دولتي مامورینو په تنخواګانو کې ۱۵ فیصده او ریټایر اهلکارو په معاش کښې ۵ فیصده زیاتولي پریکړه شوې ده.

هغه وويل، چې تر یو څخه تر ۱۹ ګریډ پورې هغه چا ته به 15 فيصده خصوصي الاؤنس ورکول کيږي کوم چې د يو حد نه کم وي. بجټ وړاندې کولو په مهال د خزانې وفاقي وزير اويس لغاري وويل د راتلونکي مالي کال لپاره د صوبې د ريونيو تخمينه ٢٥ کرب ٢١ اربه ٢٩ کروړه روپۍ او د صوبې د آمدن تخمينه ۵ کرب او ۲۸ ارب روپۍ ښودل شوې ده.ده ووئيل پنجاب كښې د ځايي حكومتونو لپاره 5 کرب 28 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي۔ د سټمپ ډيوټي شرح له يو نه دوه فيصده پورته كولو تجويز كړے شوے دے۔
د یادونې ده چې د پنجاب صوبې بجټ د تیرو دو ورځو څخه د ځنډ ښکار وو چې نن دا منظور کړې شو.

Leave a reply