پاکستان سټاک ایکسچینج کښې نن ۳۸۴ زیاتوالې راغلې

0
188

باغی ټي وي رپورټ

د پاکستان سټاک ایکسچینج کې نن مثبته سوداګریزه ورځ وه او د 100 انډیکس د 384 پوائنټونو زیاتوالي سره 41438 باندې وو.

د 100 انډیکس د سوداګرۍ ورځ په 480 پوائنټونو کې پاتې شو او مارکيټ کښې د 140 ملينه شيئرز معامله په پاو کم ۵ ملیارده روپو کښې پای ته ورسیده.
د بازار سرمایه کاري 40 اربه روپۍ څخه زیاته شوې او 6897 اربه روپو ته رسیدلې ده.
………….
بل اړخ ته په پاکستان کښې نن د يو توله سرو زرو بيه يو ځل بيا ٥٥٠ روپۍ لوړه شوې ده.
د سندهه صرافه بازار جیولرز ایسوسی ایشن ترمخه د 550 روپو زیاتیدو وروستو د سرو زرو بیعه ۱ لک او ۴۳ دري څلویښت زره روپۍ ته رسیدلې ده.

دغه راز د لسو ګرامو سرو زرو بيعه له ٤٧٠ کلدارو زیاتوالي سره ١٢٢٦٠٠ کلدارو ته لوړه شوې ده.

د صرافانو اتحادیی د معلوماتو له مخې، په نړيوال بازار کې د يواونس سرو زرو بيعه له ١١ ډالرو لوړوالي سره ۱۸۳۳ ډالرو ته لوړه شوې ده.

Leave a reply