د تجارت وزیر: روسیه غواړي افغانستان سره د تجارت اړیکې پراخه کړي
د سوداګرۍ وزیر: روسیه غواړي افغانستان سره د تجارت اړیکې پراخه کړي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند مولانا زهير ويلي چې وړاندې د روسيې يو پلاوی کابل ته راغلی و چې پر ځينو مهمو تجارتي مسايلو ورسره خبرې شوې وې. ده زياته کړې چې دا ځل د خبرو او توافقاتو د نهايي کولو لپاره د سوداګرۍ د وزير په مشرۍ يو پلاوی مسکو ته ځي.
(2022 / 6 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیه غواړي چې د سوداګرۍ په برخه کې له افغانستان سره اړیکي پراخې کړي.
چارواکي وايي چې د افغانستان د ا.ا د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير نورالدين عزيزي د ځينو مهمو سوداګريزو تړونونو د لاسليکولو په موخه مسکو ته سفر کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند مولانا زهير ويلي چې وړاندې د روسيې يو پلاوی کابل ته راغلی و چې پر ځينو مهمو تجارتي مسايلو ورسره خبرې شوې وې. ده زياته کړې چې دا ځل د خبرو او توافقاتو د نهايي کولو لپاره د سوداګرۍ د وزير په مشرۍ يو پلاوی مسکو ته ځي.
هغه نه دي ويلي چې ياد پلاوی به کله مسکو ته سفر وکړي خو وايي چې د خوراکي او سون توکو پېرل به د دې سفر مهمه موخه وي.
په ورته مهال د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي چې ا.ا د تېلو، غنمو، او نورو غیر پوځي توکو لیست ورسره شریک کړی چې غواړي له روسیې یې وپېري.
ده ويلي چې ولسمشر پوتين هغه طرحه هم تاييد کړې چې پر بنسټ يې د اړتيا په صورت کې افغانستان ته غله ځانګړې کېږي. پر دې سربېره روسيې له افغانستانه په واردوونکو ځينې توکو ماليې هم کمې کړې او يا يې په بشپړه توګه بښلې دی.