پنجاب کښې آیني بحران رامینځ ته شوې

باغی ټي وي رپورټ
په پنجاب کې يو ځل بيا آئيني بحران رامنځته شوى او په لمړي ځل د بجټ دوه جلا جلا غونډې رابلل شوي دي.
دوه ورځې تېرې شوې خو د پنجاب بجټ نه دی وړاندې شوی.
د پنجاب اسمبلۍ سپيکر چوهدري پرويز الهي د اسمبلۍ څلويښتمه غونډه ځنډولې او نن ماسپښين يو بجه يې بله غونډه رابللې ده کومه چې لا هم نه ده شروع شوې ولې بل اړخ ته د پنجاب ګورنر د اسمبلۍ 41مه غونډه نن ماسپښين دوه بجې ايوان کښې رابللې ده۔ د غونډې مشري به د قامي اسمبلۍ سپيكر دوست محمد مزاري كوي۔
سرچينې وائي ددواړو غونډو ترسره کول به دحکومت اؤ اپوزيشن دواړو په آئيني دريځ اغيز وکړي.
پرويز الاهي وئيلي دي چې حکومتي غونډه غير آئيني ده او هيڅ اهميت نۀ لري.پنجاب اسمبلۍ کې داپوزيشن ليډر سبطين خان وئيلي دي چې حکومت ته به په غيرقانوني توګه د فنانس بل پاس کولو اجازه نۀ ورکول کيږي.