سیګار خبر ورکړی چې افغانستان کې د خوراکي توکو بیې کابو ۳۶ سلنه لوړې شوې دي 

0
104

سیګار خبر ورکړی چې افغانستان کې د خوراکي توکو بیې کابو ۳۶ سلنه لوړې شوې دي 

سیګار روان وضعیت اندېښمنوونکی بولي او تمه لري چې د نړیوالو په مرسته ناورین کابو کړل شي. سیګار د افغانستان اقتصادي وده هم مخ پر ځوړ بللې ده او د لارې چارې پر پيدا کولو یې ټینګار کړی دی.

 

(2022 / 6 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

سیګار وایي په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

سیګار یا د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانۍ د بې ثباتۍ او په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو له امله د خوراکي توکو په بیه کې ۳۶ سلنه لوړوالی راغلی دی.

سیګار روان وضعیت اندېښمنوونکی بولي او تمه لري چې د نړیوالو په مرسته ناورین کابو کړل شي. سیګار د افغانستان اقتصادي وده هم مخ پر ځوړ بللې ده او د لارې چارې پر پيدا کولو یې ټینګار کړی دی.

تر دې وړاندې نورو نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د نرخونو لوړېدل، بېکاري او د لوږې پراختیا د اندېښنې وړ بللې وه.

Leave a reply