اسراییلو له امریکا غوښتي چې په سیمه کې د ایران ضد نظامي ایتلاف رامنځ ته کړي

اسراییلو له امریکا غوښتي چې په سیمه کې د ایران ضد نظامي ایتلاف رامنځ ته کړي
اسراییلو تر دې وړاندې هم د ایران پر وړاندې د نظامي اقدام غوښتنه کړې ده او وایي که دغه اقدام پر وخت و نه شي نو ایران به اټومي وسلې تر لاسه کړي چې د هېڅ لوري په ګټه به نه وي.
(2022 / 6 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اسراییلو له امریکا غوښتي چې په سیمه کې د ایران ضد نظامي ایتلاف رامنځ ته کړي.
د اسراییلو د دفاع وزیر ویلي چې د ایران پر وړاندې د سیمې د هېوادونو حوصله نوره ختمه ده نو دوی د دې غوښتونکي دي چې امریکا په دې سیمه کې د عربو او اسراییلو له ګډون نظامي ایتلاف جوړ کړي، اړتیاوې یې پوره کړي او مشري یې وکړي.
اسراییل وایي د ایران پر وړاندې د نظامي اقدام اړتیا ده او دا چې بایډن په راتلونکې کې سیمې ته سفر کوي نو د ټولو ستر هدف باید دا وي چې نور د ایران د جنګ غوښتنې پالیسیو ته ځواب ورکړل شي.
اسراییلو تر دې وړاندې هم د ایران پر وړاندې د نظامي اقدام غوښتنه کړې ده او وایي که دغه اقدام پر وخت و نه شي نو ایران به اټومي وسلې تر لاسه کړي چې د هېڅ لوري په ګټه به نه وي.






