عمران خان: د پاکستان اوسنی حکومت د امریکې لۀ ډاره لۀ روسیې تېل نشي اخستلی 

0
154

 عمران خان: د پاکستان اوسنی حکومت د امریکې لۀ ډاره لۀ روسیې تېل نشي اخستلی 

د یادونې وړ ده چې د شهباز شريف حکومت د پيسو له نړيواله صندوقه د پور اخيستلو لپاره هغه سبسايډۍ ختمې کړې چې د عمران خان حکومت له خلکو سره د مرستې لپاره پيل کړې وې.

 

(2022 / 6 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

  د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان د شهباز شريف پر حکومت نيوکه کړې چې د امريکې له ويرې له روسيې تېل نه شي پېرلی او په وينا يې چې همدا ويره په پاکستان کې د ګرانيو سبب شوې ده.

عمران خان اسلام اباد کې د کروندګرو يوې غونډې ته وويل چې هند، سره له دې چې د امريکا متحد دی، له روسيې تېل پېري خو پر پاکستان واکمن د امريکا نوکران د دې کار جرئت نه لري.

هغه وويل چې په هيواد کې يې نرخونه له دې کبله لوړ شوي چې وارداتي حکومت پرې واکمن شوی دی. عمران خان دغه راز زياته کړه چې له روسيې يې د تېلو د پېرلو لپاره هڅې پيل کړې وې او که په واک کې پاتې وای نو نرخونه به تر اوس ډير ښه ؤ.

د یادونې وړ ده چې د شهباز شريف حکومت د پيسو له نړيواله صندوقه د پور اخيستلو لپاره هغه سبسايډۍ ختمې کړې چې د عمران خان حکومت له خلکو سره د مرستې لپاره پيل کړې وې.

د يادو سبسايډيو په ختمولو سره په پاکستان کې د توکو بيې د پام وړ لوړې شوې دي.

Leave a reply