یوې څېړنې موندلې چې خرابه هوا د انسان د عمر اوسط دوه کاله راټیټوي 

یوې څېړنې موندلې چې خرابه هوا د انسان د عمر اوسط دوه کاله راټیټوي 

د سويلي اسيا د هيوادونو په ځانګړې توګه يادونه شوې چې د هوا په پاکېدو سره به يې د اوسيدونکو عمر تر پنځو کلونو پورې اوږد شي. ککړه هوا د زړه او سږو او دغه راز سرطاني ناروغيو سبب کيږي چې له کبله يې هر کال په لسګونو زره خلک مري.

 

(2022 / 4 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د يوې تازه څېړنې پايلو ښودلې چې که د هوا ککړتيا تر هغې کچې را کمه شي چې د روغتيا نړيوال سازمان ټاکلې نو د انسانانو د ژوند اوسط به دوه کاله زيات شي.

څېړنې ويلي چې د فوسيلي توکو د سون له کبله په هوا کې خپريدونکي ککړ ذرات د دې سبب شوي چې د انسانانو د ژوند کچه دوه کاله راکمه شي.

دا څېړنه د امريکا د شيکاګو پوهنتون د انرژۍ د پاليسۍ انستيتيوت کړې او ويلي يې دي چې د هوا په پاکيدو سره به د انسانانو عمر ډير شي.

د سويلي اسيا د هيوادونو په ځانګړې توګه يادونه شوې چې د هوا په پاکېدو سره به يې د اوسيدونکو عمر تر پنځو کلونو پورې اوږد شي.

ککړه هوا د زړه او سږو او دغه راز سرطاني ناروغيو سبب کيږي چې له کبله يې هر کال په لسګونو زره خلک مري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *