امریکا د قدس مالي تمویلوونکو افشاګرو ته ۱۵ میلیونه ډالره جائزې د ورکړې اعلان کړی

0
116

امریکا د قدس مالي تمویلوونکو افشاګرو ته ۱۵ میلیونه ډالره جائزې د ورکړې اعلان کړی 

د ايران د بهرنيو چارو وزارت بيا د امريکا دا اعلان د رواني جګړې هڅه بللې او ويلي يې دي چې د سپاه پر فعاليتونو به هيڅ اغيز ونه کړي.

 

(2022 / 6 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، که څوک د ايران د سپاه پاسداران او قدس ځواکونو د مالي شبکې په اړه معلومات ورکړي نو دوی به ۱۵ ميليونه ډالره جايزه ورکړي.

دا خبر د امريکا په بهرنيو چارو وزارت پورې تړلې ټويټر پاڼې ار ايف جي يا د عدالت لپاره جايزې پاڼې خپور کړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې سپاه پاسداران د مالي تمويل لويه شبکه لري او د مختلفو ميکانيزمونو په کارولو سره يې دغه شبکه فعاله ساتلې ده.

سرچينې زياته کړې چې لوی شرکتونه او ادارې له سپاه پاسداران سره مرسته کوي چې د مالي تمويل شبکه او پټ فعاليتونه يې افشا نه شي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت بيا د امريکا دا اعلان د رواني جګړې هڅه بللې او ويلي يې دي چې د سپاه پر فعاليتونو به هيڅ اغيز ونه کړي.

Leave a reply