د بورکینافاسو په شمال کې وسله والو لږ تر لږه ۵۰ ملکي وګړي وژلي دي

0
146

د بورکینافاسو په شمال کې وسله والو لږ تر لږه ۵۰ ملکي وګړي وژلي دي

دا په دغه هيواد کې د روان کال له کودتا وروسته تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې ده. د بورکينا فاسو حکومتي چارواکو ويلي چې وسله والو د شپې پر يوه کلي بريد کړی او لږ تر لږه ۵۰ تنه يې وژلي دي.

 

(2022 / 6 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بورکینافاسو په شمال کې وسله والو لږ تر لږه ۵۰ ملکي وګړي وژلي دي. دا په دغه هيواد کې د روان کال له کودتا وروسته تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې ده. د بورکينا فاسو حکومتي چارواکو ويلي چې وسله والو د شپې پر يوه کلي بريد کړی او لږ تر لږه ۵۰ تنه يې وژلي دي.

نا تاييد شوي راپورونه وايي چې ښايي د وژل شويو کسانو تر ۱۰۰ هم اوښتی وي. د بريد پړه د بورکينا فاسو د جهادي ډلو پر غاړه ور اچول شوې ده. راپورونو کې ويل شوي چې تر دې بريد دوه ورځې وړاندې په يوه کمين کې يوولس پوليس وژل شوي وو.

حکومت د دې بريد په غبرګون کې په سيمه کې چاڼيز عمليات وکړل او ۴۰ وسله وال يې ووژل. راپورونه وايي چې ښايي پر کلي بريد د پوځ د چاڼيزو عملياتو د غچ اخيستنې لپاره شوی وي.

په بورکینا فاسو کې له تېرو څه باندې اوو کلونو راهيسې وسله والې جهادي ډلې فعالې دي چې له حکومت سره په نښتو کې يې تر دې دمه د دواړو لورو ۲ زره کسان وژل شوي دي.

Tagsنړۍ

Leave a reply