د پخواني وزیراعظم نواز شریف د واپسۍ په اړه مهم خبر

0
84

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف ته په لندن کې ډاکټرانو خبرداری ورکړی خپل هیواد د ستنیدو په اړه خبردارۍ ورکړې دې.
د تفصيلاتو ترمخه ډاکټرانو نواز شريف ته هدايات کړي دي چي تر علاج پوري دي غير ضروري سفر نه کوي۔

ډاکټرانو دا مشوره په انګلستان کې د نوي کرونا فرعي ډول له معرفي کولو وروسته ورکړه.
ياده دې وي چې د پاسپورټ تر جاري کېدو وروسته داسې تمه کېده چې نوازشريف به هېواد ته ستون شي خو د اوس لپاره د هغه هېواد ته د ستنېدو امکان رد شوی دی.

د نوازشريف او اسحاق ډار د پاسپورټونو موده ختمه شوې وه او د پي ټي آئي حکومت د پاسپورټونو د تجديد عمل بند کړی وو.

وروسته نواز شریف ته د ۲۰۲۲ کال د اپریل په ۲۳ مه د ۱۰ کلونو لپاره نوی پاسپورټ ورکړل شو.

Leave a reply