چې کله د حکومت وخت په ختمیدو شی نو د هیواد د دیوالیه کیدو خطره به ختمه شوي وي: احسن اقبال

باغی ټي وي رپورټ
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د حکومت نه وتلو سره به د ملک د تباهۍ خطره ختمه شي۔
اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو کښې احسن اقبال اوويل چې عمران خان راتلوونکې حکومت کښې د ګېډې اچولو لپاره په پټرول سبسډي ورکړې وه، هغه اوویل چې کله چې دوی په کال 2018 کښې حکومت پرېښودو نو قرضه ۱۵۰۰ ملیارده روپۍ وه او وس د عمران خان حکومت څخه پس ۴ زره ملیادره روپۍ ده.
ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت له آئي اېم اېف سره د خلكو ضد معاهده لاسليك كړې، د اېتلافي حكومت جوړولو مقصد د هېواد د معيشت بچ كول وو او د حكومت سختې پرېكړې د هېواد د معيشت د بچ كولو په هدف شوې دي.
وفاقي وزير ووئيل چې حكومت زراعت ته خاصه توجه كوي او د كرنې څانګې ته ئې سبسډي وركړې ده چې له امله ئې اجناس درآمد نه کړې شي.






